نړۍ

کوفى عنان وايي ايران بايد دسوريې د بحران دحل د لارې يوه برخه وي.

 نيويارک – فرانسپرس – باختر دسلواغې دمياشتې ١١
د ملګرو ملتو دسازمان پخوانۍ عمومي منشي کوفي عنان چې تيره اوونۍ يې
د ايران ته سفر وکړ   وايي ايران  بايد دسوريې دبحران دحل د لارې يوه برخه  وي . دفرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې  : کوفي عنان چې دفنلند له پخواني جمهور رييس مارتي آتسياري له جنوبي افريقا او  دسولې  د جايزې له   کټوونکې  اسقف
( دزموند توتو) ا و دغه راز دمکسيکو له پخوانۍ جمهور رييس آرنستو زديلو سره تهران ته تللى و  له ايراني مقاماتو سره خپلو څرګندو خبرو ته اشاره وکړه   او ويې ويل ايران کولاى شي دسيمې په ثبات کې يو کليدي عامل وى .
دفنلند پخوانۍ جمهور رييس هم دحسن روحاني دجمهوري رياست له پيل وروسته
دايران او نړۍ په  اړيکو کې رامنځته شوى   بدلون  ارزښت ته  په اشارې سره وويل که چيرې له ايران سره خبرې ناکامې شي نه  يوازې دايران خلک بلکې  سيمه به  له دغې موضوع څخه  اغيزمنه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته