
کابل، د وږي ۲۵مه، باختر
د لويديځ زون د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په لوېديځ زون کې د مېرمنوکارونه ښه شوي دي.
د لوېديځ زون د ښځو د سوداګرۍ خونې مشره مېرمن بهناز سلجوقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په پيل کې د مسلکي سوداګرو ښځو شمېر ۸۰ ته رسېده، خو له نېکه مرغه اوس دغه شمېر ۵۲۰ ته رسېدلی او په نهو سکتورونو کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
سلجوقي زیاته کړه، چې تر دې مهاله یې د ښځو د تولیداتو د معرفي کولو په موخه ۱۵ نندارتونونه په لاره اچولي، چې ښې پایلې یې لرلې دي.
نوموړي وویل، چې په دې وروستيو کې يې د هېواد په څلورو لوېديځو ولايتونو کې خپل ولايتي دفترونه فعال کړي او په دې ټولو ولايتونو کې ښځې په بېلابېلو برخو کې په سوداګرۍ بوختې دي.
د لويديځ زون د ښځو د سوداګرۍ خونې مشرې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له نظام سره د هر راز همکاریو ترڅنګ اوس مهال داسې ښځې هم شته چې بهر ته یې صادرات کړي او موږ په دې برخه کې له خپل نظام څخه د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوو.