واشنګتن / امريکا غږ/ باختر د لړم نولسمه :
د افغانستان د سولې بهير لپاره د امريکا ځانګړى استازی زلمي خليلزاد افغانستان او د سيمې هېوادونو ته د خپل سفر دويم پړاو پيل کړ .
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل چې د خليلزاد ددغه سفر هدف دافغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره هلې ځلې دي.
ټاکل شوې ده خليلزاد د دغه ۱۲ ورځني سفر په بهير کې چې د لړم د مياشتې په ۲۹ مه به پای ته ورسیږي، پاکستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړي.
زلمي خليلزاد له هغه وروسته چې د افغانستان د سولې بهير لپاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، د اکتوبر په مياشت کې هم افغانستان، پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او عربستان ته ۱۰ ورځنى سفر وکړ.
دغه امريکايي مقام د خپل تېر سفر په بهيرکې د طالبانو د ډلې له استازو سره د قطر په پايتخت دوحه کې وکتل .
د امريکا د بهرنيوچارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: خليلزاد سيمې ته د خپل وروستي سفر په بهيرکې د افغانستان له حکومت او له طالبانو څخه وغوښتل چې د خبرو د پيل لپاره دې خپل استازي وټاکي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړى دى چې واشنګټن په افغانستان کې د سياسي حل يوې لارې ته چې د جګړې د پاى ته رسيدو او د امريکا او نړۍ په وړاندې د ډار اچوونکو د ګواښونو د پاى ته رسيدو سبب شي، ژمن دى.
د طالبانو د ډلې يوه جګپوړي مقام په قطرکې له زلمي خليلزاد سره له کتنې وروسته وويل چې خليلزاد په دې کتنه کې دطالبانو له خوا دشپږ مياشتني اوربند د اعلام غوښتنه کړې وه.
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل