سیاست

په کابل کې اعتراضي غونډه

کابل باختر دچنګاښ ٤مه
دجمهوري رياست يوشمېر نوماندانو نن په کابل ښار کې غونډه کړې ده او ادعاکوي چې دغبرګولې له لومړۍ نيټې  وروسته دجمهور رييس دکار دوام غير قانوني دى .
  دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې  دجمهوري رياست يوشمېر نوماندانو  ګډون کړى دى .
ويل شوي دي  چې دغه غونډه د سولې او اعتدال دانتخاباتي ډلې په نوښت چې محمد حنيف اتمر يې مشري کوي  جوړه شوې ده .
دکابل ښار ورزشي لوبغالي ته  غځېدلي لارې چې دغونډې  دجوړولو ځاى دى تړلې دي . او پوليسو په ښار کې امنيتي تدبيرونه زيات کړي دي .
دکورنيو چارو وزارت ديوې اعلاميې په صادرولو سره له اعتراض کوونکو څخه غوښتي دي چې نظم رعايت کړي او ټينګار يې کړى  دى  هېڅوک حق نه لري دمظاهرو په وخت کې په کابل ښار کې عامه نظم ګډوډ کړي اويا  وسله ولېږدوي .
دغه راز په اعلاميه کې ويل شوي دي  هېڅوک حق نه لري دمظاهرو په وخت کې له امنيتي ځواکونو سره غير قانوني چلند وکړي .
دکورنيو چارو وزارت دمظاهره کوونکو دامنيت دتامينولو او دعامه نظم دتامينولو لپاره لازم اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي او هغه کسان چې  په غير قانوني عملونو  او د  امن او عامه نظم په ګډوډولو لاس پورې کړي  دپوليسو  له جدي چلند سره به مخامخ شي .
  دسولې اواعتدال انتخاباتي ډله وايي  چې دغه غونډه خودجوشه اووګړنى يون دى .
دملي وحدت دحکومت دکار دوام په داسې حال کې  دجمهوري رياست  ديوشمېر نوماندانو له خوا غير قانوني بلل کېږي  چې سترې محکمې  دمحمد اشرف غني  په مشرى دملي وحدت دحکومت کار  دجمهوري رياست دانتخاباتو د ترسره کولو پورې  مشروع او قانوني بللى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته