ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر دکب څلورويشتمه : د کانکور د اختصاصي آزموينې په باب د لوړو زده کړو وزارت د کانکور آزموينو د لوى رياست خبرتيا د ١٣٩٥ کال او د تيرو کلونو په کابل حوزې پورې اړوند د انسټيټوټونو دار العلومونو، د ښوونکو د روزنې او د روغتيايي علومو د څوارلسمو ټولګيو د فارغانو د اختصاصي کانکور آزموينې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کيږي چې د دوى د بايميتريک د معلوماتو ثبت د روان کال د کب د مياشتې په څليرويشتمه او پنځه ويشتمه نيټه په کابل پولي تخنيک پوهنتون کې ترسره کيږي . داوطلبان دې د تابعيت اصلي تذکره له ځان سره ولري. ځکه هيڅ داوطلب د بايمتريک معلوماتو له ثبت پرته نه شي کولى په آزموينه کې ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته