سیاست

دافغانستان او بلغاريا دبهرنيو چارو وزيرانو د ملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې ديو اويايمې غونډې تر څنګ وکتل .

کابل باختر د تلي دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون سهار په نيويارک کې دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې ديو اويايمې غونډې تر څنګ دبلغاريا جمهوريت دبهرنيو چارو  له وزير دانيل ميتوف سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دبلغاريا دبهرنيو چارو وزير څرګنده کړه هغه څه چې تراوسه پورې دافغانستان حکومت په دغه هېواد کې دملي وحدت دستنو د ټينګښت او دثبات دتامينولو په لاره کې ترسره کړي دي دستاينې وړ دي .
بلغاريا په  اوږدمهالې همکارۍ سره دافغانستان تر څنګ ولاړه وي
ده زياته کړه چې بلغاريا به دافغان  ځواکونو دظرفيت دلوړولو او روزنې په برخو کې له افغانستان سره همکاري ته دوام ورکړي .
وروسته دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دبلغاريا دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او دغه هېواد يې  دافغانستان ښه او لرغوني دوست وباله
ده دافغانستان په باب دبروکسل  کنفرانس او دهغه د حاشيوي  غونډو په باره کې معلومات ورکړل او په دغه کنفرانس کې يې دبلغاريا دبهرنيو چارو دوزير دګډون غوښتنه وکړه .
دکتنې په پاى کې دافغانستان اوبلغاريا دبهرنيو چارو وزيرانو يوبل ته بلنه ورکړه چې  په مناسب فرصت کې ديوبل هېوادونو ته سفروکړي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته