امنیت

دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ملا صفت الله په لغمان کې ووژل شو .

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

  دوسله والوطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ملا صفت الله په لغمان ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو .

 دغه جګړه پرون هغه وخت  ونښته چې يوې ډلې وسله وال طالبانو دعلينګار ولسوالۍ په تينکور سيمه کې په افغان پوځيانو بريد وکړ .

 دلغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي باختر اژانس ته وويل چې په دې نښته  کې دوسله والوطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ملا صفت الله ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول .

 ده وويل چې په دې نښته کې افغان پوځيانو ته زيان نه دي اوښتي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته