اقتصاد

په ننګرهار کې دخښتو دبټيو اتحاديې ژمنه کړې ده چې له دې وروسته په افغاني پيسو راکړه ورکړه کوي .

کابل باختر دوري نولسمه :
په ننګرهار ولايت کې دخښتو دبټيو داتحاديې  مسوولين وايي  چې له دې وروسته به په افغاني پيسو راکړه ورکړه وکړي .
ددغې اتحاديې مسوولين وايي  چې په افغانيو دخښتو دپلورنې تر څنګ دخښتو په بټيو کې دپنځه ديرشو زرو کارګرانو حقوق به هم په افغانيو ورکړي .
دننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې دمرکزي بانک  او دخښتو دبټيو  داتحاديې مسوولين  په يوه غونډه کې موافقه وکړه چې له دې وروسته په دغه ولايت کې دخښتو ټولې راکړې ورکړې په  افغاني پيسو ترسره شي .
  داپه داسې حال کې ده چې  کارپوهان په بازارونو او دهېواد  په اقتصاد کې  له افغاني پيسو نه استفاده او دبهرنيو پيسو درواجولو دناوړو عواقبو له امله خبر دارى ورکوي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته