
کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
د کابینې په ۲۱مه غونډه پرون د رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ تر سره شوه، او په مختلفو موضوعاتو پکې بحث او خبرې وشوې.
په دغه غونډه کې د هغو نهرونو او لويو ويالو څخه، چې د ځانګړو کرنيزو سیمو د خړوبولو لپاره د ټاکل شوې حقابې پر بنسټ جوړ شوي دي، د نورو کسانو له لوري د واټر پمپونو په وسيله د اوبو استفاده کول منع شول، خو له لويو سيندونو او جلګو څخه ګټه اخيستنه له دې امر څخه مستثنی وبلل شوه.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او کورنيو چارو وزارتونو ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د پورته پرېکړې طرحه دې جوړه او د منظورۍ لپاره دې د رياست الوزرا مقام ته وړاندې کړي.
په غونډه کې همدارنګه د ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د سالنګ لويې لارې بديل د تصميم نيولو تر وخته دې، په دې لاره د تلونکو وسايطو تګ را تګ تنظيم او تر څارنې لاندې ونيسي او همدا راز دې د هېواد ټولو لويو لارو د ساتنې او څارنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
افغانمل