ښوونه او روزنه

دکابل پوهنتون دکرنې د پوهنځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
دکابل پوهنتون دکرنې دپوهنځي نوې ودانۍنن د لوړو زده کړو د وزير له خوا پرانيستل شوه .
باخترآژانس  دلوړو زده کړو وزارت د يوه خبرځاى له خولې خبر راکړ چې دغه ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه دڅه دپاسه يو څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده چې درسي خونې، لابراتوار، دنباتاتو موزيم او اداري خونې لري او اووه سوه تنه محصلان پکې ځاييږي .
دلوو زده کړو وزير پوهاندډاکتر عبيدالله عبيد ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې وويل: ددغې پروژې په بشپړيدو سره تراوسه پورې ددغه وزارت په سلوکې څه دپاسه يو پنځوس پرمختيايي بودجه لګول شوې ده او پنځه پنځوس پروژې هم د تدارکاتي پړاونو د بشپړولو لپاره دماليې وزارت ته ليږل شوې ده چې دا په خپله د لوړو زده کړو په تاريخ کې سارى نه لري .
پوهاندعبيدالله زياته کړه: د پوهنتونونو  او د لوړو زده کړو د موسسو په ساختماني پروژوکې له پرمختيايي بودجې څخه لګول شوې پيسې دليليو لپاره د بنسټونو د پراختيا، دورزشي ډګرونو دجوړولو، د ژوندانه دچاپيريال دتامينولو، دلابراتوارونو دسمبالولو او دالکترونيکي کتابتونو د جوړولو لپاره ورکړې شوې دي.
دکابل پوهنتون دکرنې پوهنځي پخوا د پنځه سوه تنو محصلانو په ظرفيت يوه ودانۍ لرله چې د ځاى دکمښت له پلوه له زياتو ستونزو سره مخامخ  و او اوس يو زرو پنځه سوه تنه نجونې او هلکان په دغه پوهنځي کې په زده کړې بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته