کابل باختر د سلواغۍ څلورمه :
دافغانستان دخلکو دښمنانو او دياغيانو دځپلو په کار کې دظفر قول اردو دجنګي ځواکونو ميړانه وستايل شوه .
دظفر قول اردو قوماندان ډګر جنرال تاج محمدجاهد وايي دظفر قول اردو يوجنګي ټولکى چې د امنيت له تامينولو سره دمرستې په موخه دهلمند ولايت ته استول شوي و وکولاى شول چې دياغيانو په وړاندې ميړانه وښيي .
ده ددغو ځواکونو په وړاندې وويل :دغه ميړانې چې دواکمنو مقاماتو په لارښوونه دهلمند ولايت ته تللي و په لوړ مورال او په لازم جنګي تياري سره دسولې او امنيت په تامينولو کې کارنده او دستاينې ونډه لرله .
جنرال جاهد زياته کړه چې دهېواد سوله دوست خلک دخپلو امنيتي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي .
دظفر قول اردو قوماندان دغه راز داوسني حالت او دخلکو دسراو مال ساتنه دبرياليتوبونو دفاع او دښارونو لويو لارو او دتجارتي او اقتصادي بندرونوساتنه دملي اردو دځواکونو لومړيتوبونه وبلل .
ديادونې وړ ده چې دملي دفاع وزارت له لارښوونې سره سم دظفر قول اردو دځمکنيو پليو ځواکونو يوکنډک له ياغيانو سره دمبارزې ، ددولتي واکمنۍ دتامينولو او دامنيت د ټينګښت او پراختيا په موخه په جنګي عمليات کې دګډون لپاره دروان کال دوږي دمياشتې په منځنيو وختو کې دهلمند ولايت ته ليږل شوى و .
1 1 دقیقه لوستل