(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ټولنه

د اسلامي امارت کابېنې د لويو لارو په هر ۱۰۰ کيلو مترۍ کې د جوماتونو جوړولو پرېکړه وکړه

کابل، د وري ۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۹مه غونډه وړمه ورځ د رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند تر مشرۍ لاندې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د لویو لارو په اوږدو کې په هرو سلو کیلومترو کې یو جومات، چې د نارینه او ښځینه‌و لپاره بېل ځایونه او ټولې لازمې اسانتياوې ولري، جوړ او ساتنه يې وکړي.
په غونډه کې همدارنګه په پلازمېنه کابل ښار کې د نویو جوماتونو د جوړولو په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې مناسب ځایونه مشخص او څېړنه دې د کابینې له ناستې سره شریکه کړي.
دې ناسته کې له ۱۳۸۱ څخه د ۱۳۸۹مالي کال تر پایه د ملکیتونو د مالکینو د کرایو په برخه کې د مالیاتي باقيدارۍ معافیت اړوند د ماليې وزارت وړانديز هم تصویب شو.
د کابینې په دغه غونډه کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې ملکي او نظامي ارګانونو ته د مرمۍ ضد وسایطو او وسلو ګرځولو د جواز د ورکړې په اړه بحث وکړي او د تصمیم لپاره دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د بې اسنادو نقلیه وسایطو په اړه د ګومارل شوي پلاوي طرحه او روزګان کې په چنارتو ولسوالۍ پورې د ځینو سیمو اړوند کولو په موخه د پلاوي نظر تائید شو.
کابینې همدارنګه د خوړو او درملو ملي ادارې ته دنده وسپارله، چې د بې کیفیته، غیر معیاري او په قاچاقي لارو د درملو واردولو د مخنيوي اړوند ځانګړی وړاندیز برابر او ریاست الوزرا ته وړاندې کړي، د دې تر څنګ اقتصادي کمیسیون باید له یادې ادارې سره په همغږۍ د درملو د بېلټي کولو موضوع پخپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا