امنیت

دملي امنيت رياست لس تروريستي شبکې دړې وړې کړې .

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو له نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ  کې په څلورو شپيتو عملياتو کې لس تروريستي شبکې دړې وړې کړې دي.
  دملي امنيت دلوى رياست ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دغې ادارې له نورو امنيتي ځواکونوسره په همغږۍ  کې دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي مبارزو او ددويم پړاو انتخاباتو دترسره کولو په بهير کې  دڅلور شپيتو عملياتو په ترسره کولو سره لس تروريستي شبکې دړې وړې کړې دي.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې خبري غونده کې دملي امنيت دلوى رياست ويندوى عبدالحسيب  صديقي وويل : دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي مبارزو او ددويم پړاو انتخاباتو دترسره کولو په بهير کې دطالبانو تروريستي ډلو دحقاني شبکې او دډيورنډ دکرښې  اخوا تروريستي کړيو په پرله پسې  توګه هلې ځلې کولې چې دهيواد په ولايتونوکې دځان مرګو او تروريستي فعاليتونو او دماينونو په ښخولو او چاودلو سره دغه پروګرام ګډوډ کړي.
ده وويل: دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د هيواد له نورو امنيتي ځواکونوسره په همغږۍ کې وکولاي شول په تيرو دولسو ورځو کې څلور شپيته هدفمند عمليات ترسره کړي چې له امله يې دحقاني په شبکې  دطالبانو په ډلې لښکر طيبه او په نورو تروريستي ډلو پورې اړوندې لس تروريستي شبکې دړې وړ ې کړې.
  صديقي زياته کړه، دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د جمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دلومړي پړاو انتخاباتو له ترسره کولو وروسته دروان کال دوري دمياشتې له اوولسمې نيټې  څخه تراوسه پورې دملي اردو اوملي پوليسو دځواکونو سره په همغږۍ کې په ټول هيواد کې د ٤٧٣ تروريستي پروګرامونو مخه نيولې ده .
دده دڅرګندونو له مخې، دراي ورکولو له پيل کيدو څخه ٢٤ ساعته مخکې شپږ تروريستي شبکې  چې په کابل ښار کې دځان مرګو اويرغليزو فعاليتونو او چاودنو دترسره کولو نيت يې درلود دړې وړې شوي او افراد يې ددغه رياست دموظفينو له خوا ونيول شول .
  ده په کابل ښار کې ددريو تنو ځانمرګو بريدونو سره دځانمرګو بريدونو دسازمان ورکوونکو  په کندهار کې دځانمرګو او تروريستي بريدونو ديوولسو  تنو  سازمان ورکوونکو دنيولو ، په نيمروز کې ددوو تنو پاکستاني تروريستانو او دطالبانو دشبکې ددوو تنو طالبانو دنيول کيدو او دخوست اوبغلان په ولايتونوکې دطالبانو دمهماتو ډيپو  او په هلمند ولايت کې دوسلو اومهماتو ددوو پټنځايونو دکشف ، په ننګرهار کې ديو ځانمرګي دنيول کيدو، په کابل ښار کې دچاودنو ددوو تنو سازمان ورکوونکو دنيولو ، په کاپيسا کې دوسلو اومهماتو ديوې ډيپو دکشف ، په کابل ښار کې ديوتن ځانمرګي يرغلګر سره دځانمرګو کسانو ديو تن ليږدونکې دنيول کيدو او په کابل ښارکې دڅو توغنديو دتوغولو دمخنيوي يادونه هم وکړه.
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست ويندوى دجمهوري رياست دلومړي او دويم پړاو انتخاباتو د امنيت دتامين په خاطر دهيواد دامنيتي ځواکونو دګډوډولو  په اړه هم معلومات ورکړل .
دغه راز ده دموټرو دپليتونو ديوې ډلي غلو دنيولو خبر ورکړ، او وي ويل دغه څلور  کسيزه ډله چې تر څارنې لاندې وه ديو کرولا موټر سره دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا دکابل ـار ددويمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته