(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي سرپل ته سفر وکړ

۱۴– کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سلاکار مولوي محمد حکمت په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ.

د دغه پلاوي غړو د سرپل له والي محمد یعقوب عبدالرحمن او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو سره په کتنه کې د کانونو برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د پلانونو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

د سرپل والي او نورو سيمه ييزو مسوولينو له یاد پلاوي سره ژمنه وکړه، چې د کانونو د استخراج په برخه کې به له ملي پراختيايي شرکت سره همکاري وکړي.

سرپل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د قشقري د تېلو، بلخاب د ډبرو سکرو او کوهستانات په څېر بډایه کانونه لري.

د یادونې وړ ده، چې دغه پلاوي د بلخاب د ډبرو سکرو کان د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا