امنیت

جمهور رئيس غني: د سولې رامنځته کېدل یو ملي هدف دی

کابل- باختر د لړم مياشتې١٠مه :
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته په ارګ کې له رسنيو سره په یوې خبري غونډه کې چین ته د خپل وروستي سفرپه اړه معلومات وړاندې کړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
محمد اشرف غني وویل چې ټول تمرکز باید پر دې وشي چې چین له افغانستان سره د بنسټيز ملي پلان د جوړولو لپاره د مطالعاتو او د دغه پلان د عملي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
ده دغه راز وویل چې بنسټیز ملي پلان به دا وي چې څو کيلومتره سړکونه، څو بندونه، په کومه اندازه د استوګنې ځایونه جوړ شي چې په وینا يې دا هغه برخې دي چې په ټولو کې به يې د چین له برياليو تجربو کار اخیستل کيږي.
جمهور رئيس غني وویل چې په دغه سفر کې يې له چيني چارواکو سره په افغانستان او په چین کې د پانګونې په برخه کې خبرې کړي او پر دې سره سلا شوي چې د دواړو هېوادونو پلاوي به له ارزونې وروسته دا روښانه کړي چې افغاني او چیني سوداګر به په څه ډول په چین او افغانستان کې پانګونه وکړي.
جمهور رئيس غني یو ځل بیا دې ته اشاره وکړه چې افغانستان باید د آسیا په څلور لارې بدل شي او په ۲۱ پېړۍ کې يې د دغه کار هدف دا وباله چې د افغانستان جغرافیوي موقیعت به په سیاسي اقتصاد بدل شي، چې په مټ به يې مرکزي، سویلي، ختيځه او لويديځه آسیا سره ونښلول شي.
جمهور رئيس غني د رسنيو د پوښتنو په ځواب کې چې ولې ده، وسله وال مخالفین، سیاسي مخالفین بللي دي؟ وویل: هر هغه څوک چې له یوه نظام سره ستونزه ولري، هغه سیاسي مخالف دی او ښايي سیاسي مخالف په وسله وال مخالف بدل شي.
غني د سولې رامنځته کېدل یو ملي هدف او د ملي یووالي حکومت د جوړېدو موخه د سیاسي اختلافاتو مخنيوی وباله.
جمهور رئيس د سولې ټينګښت په برخه کې د پاکستان د همکارۍ یادونه وکړه او ويې ویل چې په راتلوونکو ورځو کې به د دغې همکارۍ کچه روښانه شي.
ده دغه راز زیاته کړه چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت په برخه کې د لنډ مهالو، منځ مهالو او اوږد مهالو اقداماتو لپاره، د یوه منسجم کاري پلان جوړول غواړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته