خبرونهفرهنګ

د اسلامي امارت ۲۰ کلنه مبارزه په هېواد کې د عدالت تامینولو لپاره وه

 کابل، د مرغومې ۴ مه، باختر

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د (اسلام او عمري عدالت) تر نوم لاندې جوړه شوې غونډه کې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدين معتصم وویل، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو ۲۰ کلنه مبارزه د عدالت د تامینولو لپاره وه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه غونډه کې مولوي سیف الدين معتصم دغه راز زیاته کړه، چې په عمري عدالت کې تور، سپین، نژاد، قوم او ژبې توپير نشته او زموږ اجتماعي فکرونه باید د یووالي، یو د بل منلو، په ټولنه کې د اسلامي شریعت د پیاوړتیا او د هېواد د زورېدلو خلکو لپاره د خدمت جوګه وي.

معتصم وویل، چې د اسلامي نظام تحقق او د عمري عدالت په تامین کې د هر فرد د ځان، مال او ناموس په امن کې وي.

ورپسې د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو استازو ٢٠ کلنه مبارزه د عمري عدالت تامینولو لپاره وبلله.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا