ټولنه

په پکتيکا کې له څه دپاسه١٠٠ اړو کورنيو سره مرسته شوه

– کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
سرې مياشتې په پکتيکا کې له څه دپاسه ١٠٠ اړو کورنيو سره وکړه.
په دې مرسته کې خيمې، شړۍ، د پخلنځي وسايل، ترپال او د اوبو بوشکې شاملې دي.
د سرې مياشتې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه کورنۍ په مټاخان ولسوالۍ کې د سېلاوونو، جګړو او د کرونا ويروس د خپرېدو له امله زيانمنې شوې دي.
سره مياشت وايي چې په پکتيکا کې له اړو کورنيو سره د دغې ادارې د مرستو بهير دغه راز دوام لري.
ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته