نړۍ

پاکستان ديارلس تنه نور بندي طالبان آزادوي

اسلام اباد ډ ي ډان   باختر دوري دمياشتې  ١٧ :
دپاکستان حکومت تصميم نيولى دى، ديارلس تنه نور بنديان چې يوشمېر يې د طالبانو په لست کې دي؛ آزاد کړي .
دپاکستان د ډان ورځپاڼې د انترنټي سايټ دخبرله مخې: دپاکستان دکورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي وويل چې دغه اقدام د سولې د طرحې د پرمختګ لپاره شوى دى.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير چې د حکومت او د طالبانو دمرکچي کميټوله ګډې غونډې وروسته له رسنيو سره خبرې کولې؛ دپاکستاني طالبانو له تحريک څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو دبرياليتوب لپاره دې دحکومت په شان اقدام وکړي.
ده وويل: ځينې هغه کسان چې آزاديږي؛ دطالبانو په لست کې شامل دي .
دغه راز په دې غونډه کې د سولې په خبروکې دپرمختګ او دحکومت او طالبانو د ټيمونو ترمنځ د مستقيمو خبرو د بل پړاو دترسره کولو دځاى په باب خبرې وشوې.
دخبرو بل پړاو به په راتلوونکې اوونۍ کې تر سره شي او ښايي د هغو بنديانو شمېر  چې آزاديږي؛ ديرشو تنو ته ورسيږي .
دپاکستان حکومت د روان کال د وري دمياشتي په ١٤ نيټه هم نولس تنه بندي طالبان آزاد کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته