امنیت

دوه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې  دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  دوه څلويښت تنه وسله  وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. امنيتي ځواکونو دکونړ ، ننګرهار ، پروان ، پکتيا ، کندز ، زابل ، ميدان وردګو او دلوګر دولايتونو په مربوطاتو کې  يولړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  دوه څلويښت  تنه وسله وال طالبان ووژل شول، څلور څلويښت تنه ټپيان او يوتن بل يې ونيول شو .  او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دقندهار ، ارزګان او د خوست دولايتونو په مربوطاتو کې څوارلس ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته