سیاستخبرونهTOP

د اسلامي نظام پايښت لپاره د عالمانو مشورې او وړانديزونه حياتي ارزښت لري

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د غزني ولایت له یوشمېر دیني عالمانو سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.

په دې کتنه کې شیخ خان محمد، مولوي حاجي محمد او مولوي عبدالمالک د نورو په استازيتوب په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د بنسټونو د ټینګښت لپاره خپل وړاندیزونه او مشورې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
هغوی زیاته کړه، علماء د دولت او ملت ترمنځ د پل حیثیت لري او کولای شي د اسلامي نظام د پياوړتیا په برخه کې ښه رول ولوبوي. دوی دغه راز وړاندیز وکړ چې په رسنیو کې دې د دین احکام تبلیغ او دیني اولویتونه په نښه شي.
ديني عالمانو وويل چې علماء د اسلامي نظام د پایښت او تحکیم لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې ډاډ ورکړ.
د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، چې د علماوو د عملي جهاد او دیني لارښوونو له امله نن افغانستان د اسلامي نظام څښتن دی.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي نظام د پایښت او د خلکو د رضایت لپاره د علماوو مشورې او وړاندیزونه حیاتي ارزښت لري او د هېواد د رغاولو او اسلامي احکامو د تطبیق لپاره به ترې ګټه واخلي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا