نړۍ

څلويښت تنه داعشي تروريستان له سوريې سره د عراق په پوله کې ووژل شول

دمشق  باختر دزمري  نولسمه :
  په عراق کې  د قومي مشرانو د تنظيم سرچينو له سوريې سره د عراق په سرحدي سيموکې د داعش د بريدونو د شنډولو او د ٤٠ تنو تروريستانو د وژل کيدو خبر ورکړ .
دغو سرچينو د سکاى نيوز خبري شبکې ته وويل: له سوريې سره په سرحدي سيمه کې د داعش تروريستي بريد د قومي ځواکونو او د عراق د هوايي ځواک له خوا ناکام شو .
د دغو رپوټونو له مخې: دغه عمليات د رمادي په لويديځ کې الرطبه ته څېرمه  سيمه کې چې څو ورځو مخکې د عراق د مليشه ځواکونو په کنترول کې راغله؛ ترسره شول .
يوې خبري سرچينې په دې باب وويل: په دغو عملياتوکې د داعش ٤٠ تنه تروريستان ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته