خبرونهټولنهنړۍ

د اسلامي نړۍ د نامتو علمي شخصیت ډاکټر یوسف قرضاوي د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

کابل باختر

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي نړۍ نوموتی علمي شخصیت ډاکټر یوسف قرضاوي د ۹۶ کلونو په عمر له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انالله واناالیه راجعون
د نوموړي وفات د ټول اسلامي امت لپاره یوه نه جبرانیدونکې ضایعه ده.
له الله تعالی څخه مرحوم قرضاوي ته مغفرت او جنة الفردوس غواړو، خپلوانو، متعلقینو او خواخوږو ته یې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو.
الله تعالی دې اسلامي امت ته د ارواښاد قرضاوي د خلا د ډکیدو لپاره بل ښه نعم البدل ور نصیب کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا