ټولنه

د شهيداستاد عبدالعلي مزاري ددرنې مور دفاتحې مراسم نن په کابل کې پرځاى شول

 کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ١٥  :
دشهيداستاد عبدالعلي مزاري ددرنې ارواښادې  مور  دفاتحې مراسم نن  له غرمې وروسته  دکابل په لويديځ کې  پرځاى شول
باخترآژانس ته په رارسيدلى خبر کې ويل شوي دي  چې دشهيد استاد عبدالعلي مزاري  دارواښادې مور دفاتحې مراسم دجمهوررئيس دمرستيال قانونپوه سروردانش ، دافغانستان داسلامي وحدت ګوند دمشرمحمدکريم خليلي ، داجرائيه رياست دمرستيال  حاجي محمد محقق ، دملي انسجام ګوند داجرائيه رئيس صادق مدبر ، دنورو سياسي ګوندونو دمشرانو او ددغه شهيد  دلارويانو  له خوا پرځاى شول.
په دغو مراسمو کې چې  دکابل په لويديځ کې دالازهرا په  جومات کې پرځاى شوي و  په هغو کې  جګپوړو دولتي مقاماتو ، جهادي مشرانو ، سياسي او ملي شخصيتونو ، دکابينې غړو ، پخوانيو حکومتي مقاماتو ، دملي شورا په دواړو مجلسونو کې دخلکو استازو ، دسياسي ګوندونو استازو ، دخپلواکو دولتي ادارو  رئيسانو ، سيمه ييزو مقاماتو ، دولايتونو دولايتي شورا ګانو رئيسانو او غړو ، دعلميه حوزو عالمانو او طالبانو ، دهېواد  د بيلابيلو قومونو مشرانو او استازو ،   دپوهنتونونو استادانواومحصلانو،فرهنګي  فعالانو ،   ورځپــاڼه ليکونکو،دمدني اوفرهنګي ټولنومسوولينو او غړو اودکابل ښار داوسيدونکو  له بيلابيلو قشرونو څخه  په زرګونو تنو  ګډون کړى و.
ددغو مراسمو برخه والو دشهيد استاد مزاري د ارواښادې درنې مور دمړينې له امله  دفاتحې دمراسمو جوړونکو ، دشهيد مزاري يارانو او سنګروالو ، ددغه شهيد لاوريانو او دده پاتې کسانو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او دغه ارواښادې ته يې دغفران  او دالهي رحمت هيله وکړه .
دشهيداستاد مزاري ارواښاده درنه مور په داسې حال کې  وفات شوه  چې  دجهاد او مقاومت په دوران کې يې  زياتې سختۍ و ګاللې  او له دې لارې يې   دافغانستان دخلکو دجهاد او دغه راز  دمقاومت له برياليتوب سره په مرسته کې خپله ونډه ادا کړه.
ارواښادې   دجهاد په دوران  او دغه راز دکابل د لويديځ دمقاومت په وخت کې دخپل بچي شهيد استاد عبدالعلي مزاري دشهادت په وخت کې  دخپلې کورنۍ  دزيات شمير غړو په شهادت سره  زيات کړاونه او مصيبتونه وګالل خو په صبر او زغم سره يې دخپلو عزيزانو دله  لاسه ورکولو په تيره بيا دشهيد استاد عبدالعلي مزاري په شهادت سره  کلونه کلونه دمصيب او غم درندو بار په اوږو واخيست اوپه دې لاره کې يې  زياتې ستونزې وزغملې .
په پاى کې  دشهيد استاد مزاري درنه مور  چې له کلونو کلونو را په دې  خوا يې دغربت اومهاجرت په ټاټوبي کې  شپې سبا  کولې  دمهاجرت په عالم کې او په ايران کې وفات شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته