امنیت

وسله والو طالبانو يوملکي سړى وواژه .

کابل باختر دسلواغې اوومه :
وسله والو طالبانو دهيواد په ختيځ نورستان ولايت کې يوملکي وګړى چې ويل کيږي ديوې دولتي ادارې کارکوونکى و څو ورځې مخکې په ډزو سره وواژه او پوليسو دهغه  مړى ترلاسه کړ .
  دغه سړى دوه ورځې مخکې داسعداباد _ پارون په لويه لاره کې دطالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو له خوا تښتول شوى و ،
دسرحدي پوليسو يوه جګپوړى قوماندان له  باختراژانس سره  په اړيکه کې دوسله والو طالبانو له خوا ددغه ملکي سړي   وژل کيدل تاييد کړل او ويې ويل دغه سړى پوځي نه و بلکې دافغانستان په يوه ملکي  اداره کې يې دنده ترسره کوله .
عيني شاهدان  وايي يرغلګرو لومړى دسيمې دسلګونو تنو اوسيدونکو په وړاندې ددغه ملکي سړي دلاس ګوټې غوڅې کړې او وروسته دى يې په دولت کې دکارکولو په جرم په ډزو سره وواژه .
دغه سړى  دوايګل ولسوالۍ اوسيدونکي و  خو له خپلې ميرمنې ، دريو کوچنيو ماشومانو او پلار او مور سره دکامديش په ولسوالۍ کې ژوند کاوه .
پوليس وايي چې ددغه ملکي وګړي دوژنې  دعاملينو د پيژندنې  او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته