سیاست

حامد كرزى ټولو هېوادوالو ته مباركي وويله

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه
د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد كرزى ټولو هېوادوالو ته د هېواد د خپلواکۍ د ۹۶ يمې کالیزې مباركي وايي.
افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د خپلې آزادۍ او ملي ارزښتونو د ساتلو لپاره زياتې قربانۍ وركړي دي.
۹۶ كاله د مخکې، افغانانو د خپل مترقي او آزادي غوښتونكي پاچا اعليحضرت غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې په پوره اتحاد سره د انګريزي امپراطورۍ په مقابل كې له بریالۍ مبارزې وروسته برى تر لاسه كړ او پر خپل بهرني سياست يې د وخت د لوى قدرت قيموميت پاى ته ورساوه.
د افغانستان خلک به د لوي خداي په توكل، لوړ همت او ملي وحدت د پخوا په شان په راتلونكي كې هم د خپلې خاورې سر لوړي او استقلال ساتي او تر هغې چي جهان وي افغان وياړلى ملت به خپلواك او باعزته وي.
د افغانستان د خپلواکۍ دلارې د ټولو شهيدانو، غازیانو او ملي اتلانو اروا دې ښاده وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته