سیاستخبرونهامنیتTOP

د اسلامي همکاریو سازمان: د امنیت د ټینګښت، نشه يي توکو او داعش سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې د ستاینې وړ دي

کابل، د لړم ۲۵مه، باختر

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د بشري او کلتوري چارو مرستیال طارق علي البخیت، د دغه سازمان ځانګړي استازي محمد سعید آل عیاش، د یاد سازمان د دفتر عمومي مدیر او سیاسي مرستیال یوسف الضبیعي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغې کتنه کې د اسلامي همکاریو له سازمان سره د ښو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د ملی دفاع وزارت د سرحداتو په کلکه ساتنې سره ټولې نړۍ ته پوره ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به هيڅکله د نورو هېوادونو پرضد ونه کارول شي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی او د افغانستان څخه به نړۍ ته هيڅ ډول ګواښ نه پېښېږي.

په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، د نشه يي توکو د قاچاق او مخنیوي او داعش ډلې سره په مبارزه کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.

هېره دې نه وي، چې د اسلامي همکاریو سازمان استازو په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې د دفتر پرانیستلو تر څنګ د اسلامي امارت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره هم کتلي دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا