ټولنه

دفارياب لومړى لمبر لويه لاره پرانستل شوه .

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
دفارياب ولايت  دلومړي لمبر لويه لاره چې دوسله والو طالبانو له خوا دترافيکو پرمخ تړل شوې وه پرون پرانستل شوه .
د ٠٩ ٢شاهين قول اردو قوماندان  جنرال امان الله مبين   باختراژانس ته وويل چې په فارياب ولايت کې د نويد – ٨  عمليات ددريم پړاو په دوام کې چې له څو ورځو راپديخوا دافغان امنيتي او دفاعي ځواکونوپه هلوځلو سره دوام لري دلومړى لمبر لويه لاره چې  دشيرين تګاب او دولت آبادولسواليو ترمنځ موقعيت لري پرانستله شوه دغه سيمې په بشپړه توګه دوسله والو طالبانوله شتون څخه پاکې شوې .
مبين زياته کړه: ددغو عملياتو په بهير کې  يوشمير وسله والو  طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ددوى  لس  ماينونه هم کشف او شنډ شوې دي او دغه راز ددوى څو ليږدونکې واسطې  له ټولوجنګي وسايلو سره  ويجاړ شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته