سیاست

دهېواد د خپلواکۍ د پنځه نويمي کا لیزې په مناسبت د جمهور رئیس د ویاند د مبارکۍ پیغام

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧
دهېواد د خپلواکۍ د پنځه نويمي کا لیزې په مناسبت د جمهور رئیس د ویاند د مبارکۍ پیغام
دهېواد د خپلواکۍ پنځه نوي يمه کا لیزې دې ټولو هېوادوالو ته مبارکه وي!
پنځه نوي کاله وړاندې یعنې د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د زمري د مېاشتي په اته ویشتمه نېټه، له انګریزوانو څخه زموږ د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو سند د اعلیحضرت امان الله خان له لوري لاسلیک شو او دغه ورځ د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ورځې په نامه وپېژندل شوه.
افغانستان لومړنی هیواد ؤ چې د انګرېزانو د امپراتورۍ ختیز دېوال یې ونړاوه او د افغانستان له خپلواکۍ وروسته یو په بل پسې ترښکېاک لاندې هیوادونو خپله آزادي ترلاسه کړه .
زموږ تاریخ به کله هم د خپلو هغو نومیالیو اتلانو یاد هېر نه کړي چې د هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ په لاره کې یې سترې قربانی ورکړي دي. د هغوی نومونه به تل زموږ په ویاړلي تاریخ کې په زرینو کرښو  ثبت وي.
سږ کال زموږ د خپلواکۍ ورځ په داسې وخت کې را رسیږي چې دا دی افغانان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجو او د خپل راتلونکي جمهور رییس د کارد پیلېدو لپاره انتظار باسي . دغه  انتظار باید ډيرژر پای ته و رسیږي تر څو افغانان ددیموکراسۍ په لار کې یو بل ګام هم پر مخ واخلي.
یو ځل بیا د زمري  د ۲۸مې د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د رارسېدو له امله  ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم.
سرلوړی دې وي افغانستان!

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته