امنیت

په ننګرهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې نن سهار ۹ بجې د ماین په چاودنه کې درې تنه ټپیان شول.
د رارسېدولو خبرونو له مخې؛ ماین د جلال آباد ښار د زیتون فابریکې په ساحه کې ځای پرځای شوی و او هغه وخت وچاودېد چې د ننګرها زندان د کارکوونکو د سپرلۍ رنجر له یادې ساحې تېرېده.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید خان باختر آژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې درې ملکیان ټپیان شول.
تراوسه هېچا د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته