امنیت

يو پوليس په غور کې شهيد شو.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٨
په غور ولايت کې دماين دچاودنې له امله يو پوليس شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
دغور دوالي ويان عبدالحي خطيبي دباختر آژانس خبريال ته وويل :دپوليسو يو رنجر پرون کله چې له هرات ولايت څخه دغور ولايت ته روان و دغور ولايت دشهرک ولسوالۍ په تګلورې کې په ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې يو پوليس شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
او د دوى رنجر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل : ټپيان دامنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوې او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته