امنیت

په جلريز کې لسو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

ميدان ښار باختر د زمري د مياشتې ۱۵ مه
د میدان وردګو ولایت په جلريز ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله لسو تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب اميني باختر اژانس ته وویل چې د جلريز ولسوالۍ په کوته عشرو سيمه کې د غوڅ ملاتړ په هوايي بریدونو کې څلور تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي او شپږ تنه نور یې ټپيان دي.
د ده په وينا د غوڅ ملاتړ په همکارۍ به په نږدې راتلونکي کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ګډو امنيتي ځواکونو چاڼيز عملیات پيل شي.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته