سیاست

زهره شينوارې : ١٦٥٠٠ انتخاباتي شکايتونه ثبت شوي دي .

کابل/ دمرغومي ٥مه/ باختر:
انتخاباتي شکايتونه درسيدګي  دکمېسيون رييسې زهرې شينوارې نن په يوه  خبري غونډه کې  اعلام وکړ چې دانتخاباتو دلومړنيو پايلو داعلام په اړوند دجمهوري رياست  دانتخاباتو دنوماندانو لپاره دشکايتونو دثبت دمهلت په دريو ورځو کې  دهېواد په ګوټ ګوټ کې ١٦٥٠٠  شکايتونه ددغه  بنسټ  په مرکزي   او ولايتي دفترونو کې ثبت شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، انتخاباتي شکايتونو ته درسيدګي  دکمېسيون  رييسې  دغه راز په دې خبري غونډه کې وويل : نن په مرکز او ولايتونوکې دانتخاباتي شکايتونو دانډي کولو او څېړنې بهير پيل شو او پنځلس ورځې دوام کوي .
شينوارې زياته کړه:له يادو شويو ارقامو څخه ١٤٢٠٠ شکايتونه  په  ٣٣ ولايتونوکې او  ٢٣٠٠شکايتونه په مرکزي دفترونو کې ثبت شوي دي چې له دې  جملې څخه  ٨٠٠٠ شکايتونه  دسولې او داسلامي عدالت دانتخاباتي ډلې له لوري ،  ٣٠٠ شکايتونه ددولت  جوړونکي دانتخاباتي ډلې له لوري او  ١٥ شکايتونه دامنيت او عدالت دانتخاباتي ډلې له لوري په دې بنسټ کې ثبت شوي دي .
  شينوارې وويل:  ددې کمېسيون په مرکزي او ولايتي دفترونو کې  دڅېړنو د ١٥ ورځو له پاى ته رسېدو وروسته زموږ پريکړې ابلاغېږي  که چېرې کوم نوماند ددې بنسټ په پريکړې قناعت ونه کړي او يااعتراض وکړي کولاى شي ددرېو ورځو په فرصت  سره  داستيناف  غوښتنه  وکړي اويا په ليکلي  ډول خپل اعتراض درج کړي .
انتخاباتي شکايتونوته درسيدګي  دکمېسيون رييسې  يوځل بيا  ټينګار وکړ ټولو ښکيلو لورو ته ډاډ ورکوو چې  په صداقت سره دانتخاباتو دقانون پربنسټ ټولو شکايتونو او اعتراضونو ته رسيدګي کېږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته