خبرونهټولنه

جمهوررييس محمد اشرف غني په ننګرهار کې له یو شمېر مېرمنو سره وکتل

کابل/ د مرغومي ۱۸مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له یو شمېر ښځو سره وکتل. په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار هم حضور درلود، په پیل کې د ننګرهار ولایت د ښځو په استازیتوب پوهاند ذاکره بابکرخېل خبرې وکړې او جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې وویل، د سولې په برخه کې ستاسو د هلو ځلو ستاینه کوو، ځکه جګړې تر بل هر قشر د افغانستان ښځې ډېرې زیانمنې کړې دي. ذاکره بابکرخېل وویل، د سولې په خبرو کې باید د ښځو حقونه حفظ شي او په ادارو کې د ښځو ګومارنې ته د پاملرنې، په جلال اباد کې د نا امنه سیمو د نجونو لپاره د لیلیې جوړولو، د ښځو د لاسي صنایعو لپاره د مارکېټ جوړولو او متشبثو ښځو ته د ځمکې ورکولو په اړه یې خپلې غوښتنې جمهوررئیس سره شریکې کړې. جمهوررئیس غني د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ته لارښوونه وکړه چې په ادارو کې د ښځو ونډه زیاته کړي او د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي ته یې د ننګرهار معارف ته د جدي پاملرنې لارښوونه وکړه. د هیواد جمهوررئیس په ننګرهار کې د انکشافي پروژو تطبیق ته په اشارې وویل، د ساساکي پلان عملي کول به ننګرهار ولایت ته په اساسي ډول بدلون ورکړي. جمهوررئیس غني د غونډې په پای کې وویل، د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دی او هیڅوک د باعزته سولې مخه نشي نیولی، د سولې لپاره معیار دا دی چې زعامت به د ولس په اراده وي او که طالبان ځانونه افغانان بولي باید اوربند وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته