ټولنه

د فراه- فراه رود سړک بيا ورغول شو

کابل /د تلي ٤مه /باختر
په فراه ولايت کې د فراه- فراه رود سړک د بيا رغاونې کار چې تېره اوونۍ پيل شوى و، بشپړ اود استفادې وړ وګرځېد.
د فراه د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مولوي صادق له باختراژانس سره په خبرو کې وويل چې له فراه څخه تر فراه رود پورې د سړک د بيا رغاونې کار چې د دغه ولايت د مرکز عسکر اباد له پله څخه د هرات – قندهار د کمربند تر سړکه پورې چې څو ورځې مخکې د فوايدعامې رياست له خوا پيل شوى و، بشپړشو اوخلکوته اسانتياوې برابرې شوې.
دغه بيا رغاونه د دغې لويې لارې په هغوسيموکې ترسره شوي دي چې د پخواني حکومت او د اسلامي امارت د مجاهدينوترمنځ جګړوکې زيانمن شوى و.
هغه زياته کړه هغه کانکريتي خنډونه چې خلکو ته يې ستونزې رامنځته کړې وې هم لرې شوي دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته