ورزش

غوره نجونو او هلکانو د موتای ملي ټیمونو ته لاره وموندله

کابل – باختر – د غبرګولي د میاشتې ۱۵
په کابل کې د موتای انتخابي سیالۍ د نجونو او هلکانو ملي ټیمونو ته د ۴۶ غوره څیرو په انتخابولو سره نن پای ته ورسیدې
د المپیک د ملي کمیټې د خپرونو مسوول منورشاه د باختر آژانس خبریال ته وویل: د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو په کټګوریوکې د موتای انتخاباتي سیالۍ څلور ورځې مخکې د بدني روزنې او سپورت په ریاست کې پیل شوې وې چې په هغوکې له کابل او د هیواد له ۱۷ ولایتونو څخه ۳۰۰ تنو ورزشکارو نجونو او هلکانو ګډون کړی و.
خبرځای وویل چې د سیالیو په پای کې ۴۶ غوره څیرو د نجونو او هلکانو د ملي ټیمونو غړیتوب ترلاسه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته