ښوونه او روزنه

ابلاغيه

کابل_باختر د لړم د مياشتې
د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان پوهنتونونه !
په تحصیلي او اکاډمیکو بنسټونوکې د لا ښه نظم ټينګښت او له نشه یي توکو او دخانیاتو څخه، چې یوه ناوړه پدیده ده، په ځانګړې توګه اکاډمیک چاپیریال کې د ځوانانو د مخنیوي لپاره په لاندې ډول خبر ورکول کیږي:
1. د پوهنتون په چاپیریال، درسي ټولګیو او لیلیوکې د نشه يي توکو کارول او کانټینونو له لارې د دخانیاتو او هر ډول نشه یي توکو خرڅ او پلور په قطعي ډول منع دی.
2. د پوهنتون او لیلیو په چاپیریال کې له نشه یي توکو څخه د محصلانو د استفادې په صورت کې، د هېواد د لوړو زده کړو له تقنیني او ډسپلیني اسنادو سره سم محصلانو ته سخته سزا (له پوهنتون او لیلیې څخه تر ویستلو پورې) ورکول کیږي.
3. له هغو کسانو سره، چې په اکاډمیک چاپیریال کې د نشه یي توکو په خرڅ او پلور کې لاس لري، قانوني چلند کیږي او عدلي او قضایې مراجعو ته به ورپیژندل شي.
4. د هېواد د ټولو پوهنتونونو مسوولین اړ دي چې په پوهنتون او لیلیو کې له ذکر شویو مواردو څخه جدي څارنه وکړي او د دغو اعمالو د لیدلو په صورت کې پر وخت قانوني او ډسپلني اجراات ترسره کړي.
5. د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو له ټولو محصلانو، استادانو او کارکوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پورته ذکر شویو مواردو سره د مخ کېدلو په صورت کې کره شواهد او موثق اسناد ترلاسه او په لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسي.
د لوړو زده کړو وزارت د مقام دفتر شمېره:0202500385
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست شمېره: 0202500047
د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو، اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست شمېره: 0202500325
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته