کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٥:
دشاعر اوافغان فرهنګي شخصيت نصرالله حافظ دفاتحې داخستلو مراسم
دننګرهارولايت په مرکز دجلال آباد ښار په عيدګاه جومات کې پرځاى شول.
په دې مراسمو کې چې دننګرهارولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درياست ، دچپرهار ولسوالۍ دمحصلينو ، دعلمي اوفرهنګي شورا او دددغه شاعر دکورنۍ له خوا پرځاى شوي و، برخه والو ددغه فرهنګي شخصيت کارنامې او آثار يې هم وڅيړل .افغان شاعر حبيب الله شينوارى ، دننګرهار داطلاعاتو اوفرهنګ درياست يو مسوول امرالله او ځينو نورو فرهنګي او ادبي شخصيتونو په دغو مراسمو کې د نصرالله حافظ مړينه يې فرهنګي ټولنې او په تيره بيا دپښتو ژبې او ادبياتو ته يوه ستره ضايعه وبلله .
دارواښاد نصرالله حافظ دفاتحې په مراسمو کې په سلګونو تنو فرهنګي شخصيتونو، شاعرانو ، ليکوالو ، سيمه ييزو مسوولينو ، قومي مشرانو او دارواښاد دکورنۍ غړو ګډون کړى وو.
افغان شاعر نصرالله حافظ په دې وروستيو وختو کې دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
له ارواښاد څخه په نظم او نثر کې زيات ادبي آثار پاتي دي.
0 1 دقیقه لوستل