خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره وکتل

کابل، د تلې ۶ مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیر الله خیر خواه د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مفتي فخر الدین عمیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مفتي فخر الدین عمیر په دغه ولایت کې د عامه کتابتون جوړولو وړاندیز د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره شریک کړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیر الله خیر خواه هغه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په سرپل کې به د عامه کتابتون جوړولو موضوع ته ځانګړې پاملرنه وشي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا