اقتصاد

په پچیر آګام کې د یو روغتون چارې بشپړې شوې

کابل / د غويي ۲۱مه / باختر
‎د ننګرهار په پچیر آګام ولسوالۍ کې د ۳۵ میلیونو ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت یو روغتون جوړ شوی دی چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
‎د پچیر آګام د ولسوال په خبره؛ دغه روغتون د جرمني په مالي همکارۍ د یو کال په موده کې جوړ شوی دی چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
‎قاري هجرت الله رحماني وایي چې پر دغه ۳۰ بستریز روغتون ۳۵ میلیونو ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی او له برېښنا نیولې تر وسایلو او خونو پورې هر څه یې په عصري ډول جوړ شوي دي.
‎په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي په یادې ولسوالۍ کې په عصري وسایلو د سمبال روغتون پر جوړېدو خوشاله دي او له حکومت او همکارو موسسو څخه غواړي چې د تشکیل پر مهال تخصص او مجربو ډاکټرانو ته لومړیتوب ورکړل شي چې په خبره یې شته امکانات او روغتون ته ورکړل شوي وسایل په سم ډول استعمال شي.
‎دغه روغتون چې په دوو پوړونو کې جوړ شوی دی، پر اداري خونو سربېره بستر خونې، د ناروغانو لپاره تشنابونه، د ناستې مناسب ځای، چمنونه او آزاده ساحه هم لري.
د مسوولینو په خبره؛ ټوله ساحه یې نږدې ۱۰ جریبو ته رسېږي.
پای\ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته