خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سره وکتل

کابل، د تلې ۱۰ مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیر الله خیر خواه د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مولوي امداد الله مهاجر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دې کتنه کې د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي امداد الله مهاجر په خپلو ترسره کړيو فعالیتونو رڼا واچوله او د یو شمېر ستونزو په حل کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیر الله خیر خواه د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فعالیتونه وستایل او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې ځانګړې پاملرنه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هڅې پیل کړې چې د ولایتي ریاستونو ستونزو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي او د حل لارې ورته پيدا کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا