مهترلام باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د وسله والوطالبانو د يوه قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
په دې پيښه کې چې پرون ناوخته په الينګار ولسوالۍ کې رامنځته شوه؛ د وسله والوطالبانو د يوه پخواني ولسوال الفت هاشمي په ګډون نهه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول.
دغه ډار اچوونکي په يوه فلاينکوچ موټرکې د الينګار ولسوالۍ د ايله ګل د کلي په لور روان وو چې د دوى د سپرلۍ موټر په بم وخوت او چاودنه رامنځته شوه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان قسيم په ګډون نهه تنه ووژل شول او د الينګار ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پخواني ولسوال الفت هاشمي په ګډون نهه تنه نور ټپيان شول..
پاى جذ
1 1 دقیقه لوستل