امنیت

څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختر دکب دمياشتې  ٢١ :
څلورتنه ملکي وګړي نن دقندهارولايت په ميوندولسوالۍ کې  په واټ کې ديو ښخ  کړاى  شوي ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
دقندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول  دباخترآ ژانس خبريال ته وويل :
دغه پيښه هغه وشوه  چې ملکي  وګړي دميوندولسوالۍ  دکاريز له سيمې څخه دتيريدوپه حال کې وو، په هغه ماين وختل چې مخکې دطالبانو له خوا په سيمه کې
ښخ کړاى شوى  و  چې له امله يې  څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
خبرځاى وويل :   ټپيان دپوليسو دځواکونو له خوا روغتون ته وليږدول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته