کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
په کونړ ولايت کې دکرکټ دغوره څيرو دپيژندلو په مقصد نن دڅيړنې بهير په دغه ولايت کې پيل شو.
دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه څيړنه چې ددغه ولايت دکرکټ دمنتخب ټيم دټاکنې په مقصد پيل شوې ده؛ پنځه ورځې دوام لري.
د ده دڅرګندونو له مخې: ددغه بهير په پاى کې به غوره څيرې ددغه ولايت دکرکټ دمنتخب ټيم غړيتوب ترلاسه کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ