امنیت

جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د روغتیایي حالت پوښتنه وکړه

 کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ١٠مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تيره شپه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د حالت د پوښتنې په موخه د شهید سردار محمد داوودخان روغتون ته ورغی.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
جمهور رئیس  غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته په خطاب کې وویل، تاسو د  افغانستان صادق، ژمن او زړور بچیان ياست چې هره ورځ د هېواد او خلکو د دفاع او ساتنې په لاره کې په مېړانه او زړورتیا قرباني ورکوئ او ملت ستاسو د دغو سرښندنو قدرداني کوي.
د ټپیانو د حالت د پوښتنې پرمهال جمهور رئیس ته معالجو ډاکټرانو د ټپیانو د روغتیایي وضعیت او د هغوی د درملنې د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني یادو ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله وکړه او د یاد روغتون له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې خپلې هڅې ونسپموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته