اقتصاد

په پنجشيرکې ١٤ کيلو متره سړک جوړيږي

کابلباختر دسرطان ٣٠
په پنجشيرکې ١٤ کيلو متره سړک جوړيږي.
دپنجشير ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ددغه ولايت دخنج ولسوالۍ په پيشغور سيمه کې د نهوکيلو مترو په اوږد والى دسړک دجوړولو د کار دپيل په باب باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې دغه سړک دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه د اوولسو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي چې د خنج ولسوالۍ مرکز د دغې ولسوالۍ له نهو کليو سره نښلوي.
دپنجشير ولايت مرستيال عبدالرحمن کبيري ددغه سړک د جوړولو د کار د پيل په وخت کې د کليو د بياجوړولو او پراختيا له وزارت څخه د قدردانۍ په ترڅ کې ټينګاروکړ چې دغه سړک بايد د اقليمي شرايطو په پام کې نيولو سره په ښه کيفيت سره پوخ شي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه ديوولسو مليونو افغانيو په لګښت ديو بل سړک د جوړولو کارهم ددغه ولايت د خنج ولسوالۍ په خاوري سيمه کې پيل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته