فرهنګ

په سمنګانوکې د مطبوعاتو او قلم ورځ ونمانځل شوه

ايبک/ باختر دثور  نولسمه :
د مطبوعاتو او قلم ورځ پرون په سمنګانو ولايت کې ونمانځل شوه.
د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فتح الله وافي باختر آژانس ته وويل: د دغې غونډې د جوړولو هدف د مطبوعاتو د ورځې، په هېوادکې د مطبوعاتو او رسنيو د تاريخي تګلوري نمانځل دي چې د امير شيرعلي خان په وخت کې يې په فعاليت پيل کړي دي.
ده د بيان آزادي په تيرو ١٤ کلونو د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستر برياليتوب وباله .
ده د سمنګانو ولايت د رسنيو له مسوولينو څخه وغوښتل چې له خود سانسوري  څخه ووځي او په غونډو او مراسموکې ګډون وکړي او هر هغه څه چې د خلکو، هېواد او د ټولنې د خلکو د پرمختګ په ګټه  وي، د هېواد د رسنيو د قانون له مخې خپاره کړي .
ده دغه راز د دولتي ادارو له مسوولينو او موسسوڅخه وغوښتل چې د خپلو برياليتوبونو او ستونزو د منعکس کولو لپاره چې خبري ارزښت ولري، ټولو رسنيو ته خبر ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته