امنیت

برید جنرال نور عالم د لومړۍ پلې لوا د قوماندان په توګه وپيژندل شو

-کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
برید جنرال نور عالم د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د لومړۍ پلې لوا د قوماندان په توګه د نظامي او ولایتي شورا غړو ته د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په دفتر کې په داسې حال کې د دغې قول اردو د قوماندان تورن جنرال محمد وزیري له لوري ور وپېژندل شو، چې ګڼ شمېر نورو چارواکو هم په کې ګډون درلود.
په پیل کې د ۲۰۱ سيلا قول اردو قومندان تورن جنرال محمد زمان وزیري د نوي قوماندان د پيژندنې تر څنګ په دې برخه کې د لغمان والي د پرلپسې  هڅو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې ژمن یو څو په دې ولایت کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ولایت مقام د رهبرۍ له هدایت سره سم کوټلي ګامونه واخلو.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د ښه راغلاست او د قول اردو له قوماندان څخه د مننې تر څنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې تغیر او تبدیل د حکومت یو اصل دی او د مثبتو اصلاحاتو او سمون راوستو په موخه باید د حکومت هر مامور د دې اصل منونکی او ورته ژمن و اوسي.
نوموړي د ټولو امنیتي ارګانونو تر منځ د ګډ کار کولو د روحیې پیاوړتیا، قوي همغږي او د دښمن د شومو پلانونو پر وړاندې پر وخت اقدامات هغه څه په ګوته کړل چې له مخې یې په امنیتي ځواکونو د ولسي باور کچه لوړېږي.
وروسته د لومړۍ پلې لوا نوي قوماندان برید جنرال نور عالم د ټولو پر وړاندې ژمنه وکړه چې د هېواد د اساسي او ټولو نافذه قوانینو په چوکاټ  کې به  دې خاورې او ولس ته صادقانه خدمت کوي، د نورو ارګانونو سره به خپله همغږي لا پسې پیاوړې کوي او ټولو امنیتي ستونزو ته به په خپل وخت رسیده ګي کوي. نوموړي زیاته کړه چې هیچا ته به دا موقع ور نه کړي څو د ملي اردو په لیکو کې  توپیري چلندونو ته لمن ووهي.
د یادونې ده چې برید جنرال نور عالم له دې وړاندې د همدې قول اردو د کشف او استخباراتو د عمومي مدیر په توګه دنده اجرا کړې او دا مهال یې د هلمند ولایت په ۲۱۵ میوند قول اردو کې د دې خاورې څخه د دفاع په لاره کې خپله وظیفه اجرا کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته