ټولنه

د ګردیز- خوست په لویه لاره کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته تنه ووژل شول

کابل / د سلواغی / ۱۵ / باختر
د ګردیز- خوست په لویه لاره کې د یوې ترفیکي پېښې له امله ۸ تنه ووژل شول او څه نا څه ۷ تنه نورټپیان شول.
دغه پېښه پرون نا وخته هغه وخت رامنځته شوه چې دوه مسافر وړونکي موټرونه ټکر وکړ.
د ګردیز- خوست د لوی لارې د ترافیکو د ادارې یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې په دې پېښه کې ۸ تنه مسافرین ووژل شول او ۷ تنه نورټپیان شول.
په وژل شویو کسانو کې درې ښځې او یوماشوم هم شامل دی.
په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
د دغې پېښې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت خراب بلل شوی دی.
په افغانستان کې د دغه شان ترفیکي پېښو علت د چلوونکو بې احتیاطی او چټکتیا بلل کېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته