
کابل، زمري۲۵مه، باختر
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د (اسلامي امارت د بریا په ویاړ هنري او فرهنګي نندراتون) تر سرلیک لاندې درې ورځنی نندارتون جوړ کړ.
دغه نندارتون د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ملي نګارستان د امریت په نوښت په پلازمېنه کابل کې جوړ شوی چې د لاسي صنایعو ۴۰ غرفې او ۳۰ نوي ډیکور شوې هنري تابلو ګانې په کې نندارې ته اېښودل شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزيزي د یاد نندارتون د پرانیستلو پر مهال وویل چې اوسنی نظام د افغانانو د اوږدو ستړیاوو، قربانیو او د زرګونو افغان ځوانانو د سرونو د نذرانه کولو پایله ده او ساتنه او ملاتړ يې د ټولو دنده او مسوولیت دی.
عزيزي په کابل کې د ځينو مېرمنو له لورې د وروستي ناورین په اړه وویل چې دغه ډول کړنې د پردیو هېوادونو د استخباراتي کړیو او هغو افغانانو په فرمایش تر سره کېږي، چې له هېواد نه بهر په کمپونو کې شپې ورځې سبا کوي.
د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیرالمؤمنین د ښځو ټولو حقوقو ته ژمن دی او د اسلامي شریعت په رڼا کې به د ښځو ټول حقوق ورکړل شي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معین مولوي سعد الدین سعید د یاد نندارتون پرانيست غونډې ته د وینا پر مهال د امريکايي ښکلېلاک د اشغال د پای ته رسېدو او اسلامي امارت د بریا له کبله ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه چې د افغانستان لاسي صنایع د نړۍ پر کچه ځانګړی ځای لري او اسلامي امارت له افغاني توليداتو څخه د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ د صنعت کارانو او سوداګرو د ستونزو حل کولو ته ژمن دی.
سعید همدا رنګه وویل چې هېواد په خیرات نه جوړېږي او له ټولو افغانانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د هېواد د ابادولو او پر ځان بسیاینې په موخه ګډ کار او هلې ځلې وکړي.
د نندارتون عمومي مدیر سید عنایت الله اسدي وايي چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د اسلامي امارت د بریا د لومړۍ کالېزې نمانځل او د لاسي صنایعو او افغاني توليداتو څخه ملاتړ او د هېواد د تولېداتو څخه د ګټې اخیستنې د فرهنګ دودول دي.
هېره دې نه وي چې د امریکايي ښکېلاک پر وړاندې د اسلامي امارت د بریا لومړۍ کالېزه د پلازمېنې په ګډون د هېواد په ګوټ ونمانځل شوه.
ع.ا