نړۍ

د روسيې د بهرنيو چارو وزير: د ر وسيې پولو ته د ناټو پراختيا د نه منلو وړ ده

مسکو سينهوا  – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ټينګار وکړ چې د ناټو په تړون کې د روسيې د ګاونډيو هيوادونو د شاملولو له لارې د ناټو پراختيا د نه منلو وړ ده .
د چين د خبري آژانس سينهوا د خبرله مخې:
لاوروف د روسيې د (ټي وي سي) له ټلويزيوني شبکې سره په خبروکې وويل: د ناټو دغه هيله چې زيات شمېر هيوادونه په غړيتوب کې راوړي او خپل قلمرو د روسيې پولوته پراخه کړي؛ دنه منلو وړ ده .
ده څرګنده کړه: د اوکراين د نه ژمنتوب يعنې د بې طرفى حالت چې د دغه هيواد په اساسي قانون کې ليکل شوي دي؛ د روسيې لپاره اساسي موضوعګانې دي .
د روسيې د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې زما په عقيده د اوکراين نه ژمن پاتې کيدل د دغه هيواد په ګټه او د دغه هيواد د ګاونډيانو او شريکانو د روا ګټو ضمانت او دغه راز د يورو-اتلانتيک د سيمې د امنيت د ساتنې ضمانت کوي .
ددغه خبرله مخې: دغه څرګندونې په داسې حال کې طرح کيږي چې د اوکراين صدراعظم آرسني ياتسنيوک د وږي د مياشتې په دولسمه نيټه د دغه هيواد د استازو له مجلس څخه وغوښتل چې د دغه هيواد د نه ژمنتوب حالت فسخه کړى چې په ناټوکې د اوکراين د غړيتوب لپاره لاره آواره شي.
په همدې حال کې، لاوروف وويل چې د اوکراين د ځينو مامورينو دغه شان څرګندونې د هغو کسانو د ګټو په لاروکې دي چې د اوکراين او روسيې ترمنځ د اختلاف د پيدا کولو او د روسيې او اروپا ترمنځ د درز د پيدا کولو په لټه کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته